کابلوف: له تروريستي نوم‌لړ څخه د طالبانو پر ايستلو کار کوو

افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، هېواد یې په اصولو کې منلې چې د طالبانو نوم د تروریستي ډلو له لېسته وباسي.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له‌مخې، کابلوف پرون (جمعه) وویل چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او د امنیتي خدماتو اداره د تروریستي سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د ایستلو په باب د قانوني اقداماتو په بشپړولو بوخت دي او ژر به وروستۍ پرېکړه اعلان شي.

روسیې په ۲۰۰۳م کال طالبان په شمالي قفقاز کې د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ په خاطر په تور لېست کې شامل کړل.

په وروستیو کې قرغیزستان او قزاقستان هم طالبان له تورو لېستونو وایستل، خو تر اوسه د دغو درې هېوادونو په ګډون د نړۍ هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.