په پاکستان کې تېره میاشت تر ټولو خونړۍ وبلل شوه

څو ورځې مخکې په بلوچستان کې د وسله‌والو د برید له کبله لسګونه کسان وژل شوي او وسله‌والو دغو موټرو ته اور هم اچولی و.

د پاکستان د څېړنې او امنیت د مطالعې مرکز، چې د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه راپورونه خپروي، په تازه راپور کې ویلي چې تېره اګست میاشت د ۲۰۱۸م کال له جولای را په دې خوا د دغه هېواد لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

دغه غیرحکومتي مرکز په خپل راپور کې، چې د یکشنبې په ورځ یې خپور کړ، ویلي چې په تېر اګست کې په بلوچستان ایالت کې تر معمول ډېرې امنیتي پېښې شوي، خو د ورتېرو میاشتو پرتله په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو سیمو کې امنیتي پېښې یو څه کمې وې.

د څېړنې او امنیت د مطالعې مرکز زیاتوي چې د اګست میاشت د پاکستان لپاره سږ کال تر ټولو خونړۍ وه او په لړ کې یې ۲۵۴ تنه وژل شوي دي.

د دې مرکز پر اساس، په وژل شویو کسانو کې ۹۲ تنه ملکیان، ۵۴ پوځیان او ۱۰۸ د دولت وسله‌وال مخالفان دي.