طالبانو په هرات کې د موټر چلوونکو پر یوې اعتراضیه غونډې برید کړی

په هرات کې وسله‌وال طالبان

طالبانو په هرات کې د بار وړونکو موټر چلوونکو پر یوې اعتراضیه غونډې برید کړی چې یو شمېر کسان په کې ټپیان شوي دي.

له پرون راهیسې په ټولنیزو رسینو کې په خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې ډېر شمېر کسان د هرات ولایت د باربرۍ کمېسیون مخې ته راټول وو.

د راپورونو پر بنسټ، اعتراض هغه مهال پیل شو چې ځايي طالبانو له نوبت پرته ځینو موټر چلوونکو ته د پیسو په بدل کې پارچې ورکړې.

په دې راپورنو کې راغلي، د اعتراض په پیل سره، وسله‌وال طالبان د باربرۍ کمېسیون ته داخل او پر یو شمېر موټر چلوونکو يې ډزې وکړې چې په پایله کې يې درې کسان ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت طالب چارواکو ترواسه په دې اړه څه نه دي ويلي.