د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون په هدف پرون کامیرون ته روان شو.
د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد ویلي چې، د کامیرون په پلازمېنه یاوندي کې دغه غونډه دوه ورځې دوام کوي.
نوموړي ويلي: "په پام کې ده چې د بهرنیو چارو وزیر به په دغې غونډه کې چې د اګست میاشتې په ۲۹مه او دېرشمه نېټه ترسره کېږي، د ګډون ترڅنګ د کوربه هېواد او د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره دوه اړخیزې غونډې هم ولري."
متقي دغه سفر داسې مهال ترسره کوي چې د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو له یوشمېر تګلارو، له هغې ډلې د نجونو د ښونځیو او پوهنتونونو له بندېدو سره کلک مخالفت لري.
د طالبانو حکومت که څه هم ادعا کوي چې له شاوخوا ۴۰ هېوادونو سره یې تعامل جوړ کړی دی، خو تر اوسه هیڅ یوه هېواد د دوی حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی.