د پاکستان په پنجاب کې د القاعده یو مشر او د اسامه‌ نژدې همکار نیول شوی

د عکس ښي لور ته د القاعده پخوانی مشر اسامه بن لادن او چپ لور ته د پاکستان په پنجاب کې تازه نیول شوی د دې ډلې مشر امین‌الحق

پاکستاني چارواکي په هغه هېواد کې د القاعده د یوه مشر د نیولو خبر ورکوي.

د پاکستان د پنجاب ایالت له تروریزم سره د مبارزې ادارې، سي‌ټي‌ډي په یوه بیان کې د القاعده د دې مشر نوم امین‌الحق ښودلی او ویلي یې دي چې هغه د القاعده د وژل شوي مشر او پر امریکا د سپټمبرد ۱۱مې د حملو د اصلي طراح اسامه بن لادن نژدې همکار و.

د دې ادارې مشرعثمان ګوندل نن جمعه په لاهور کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې نوموړی په ګجرات ښار کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د ترسره شویوعملیاتو په نتیجه کې نیول شوی دی.

هغه وویل چې نوموړي ته دوسیه پرانیستل شوې او تورن شوی چې په دې ایالت کې پر مهمو تاسیساتو د په نښه کولو لپاره یې تخریبي پلانونه جوړ کړي وو.

پاکستان په داسې حال کې په پنجاب کې د القاعده د دې مشرد نیولو خبر ورکوي چې د دې شبکې موسس او پر امریکا د تروریستي بریدونو اصلي طراح اوسامه بن لادن د ۲۰۱۱م کال په مې میاشت کې د امریکایي ځانګړیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان په ابټ آباد کې ووژل شو.