امریکا خپل هېواد ته د افغانستان د تاریخي او فرهنګي اثارو په لېږد بندیز لګولی

د افغانستان تاریخي اثار

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپل هېواد ته د افغانستان د ځینو مشخصو تاریخي، فرهنګي او هنري اثارو په لېږد بندیز لګولی دی.

د دې وزارت له‌خوا خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، دا محدویتونه یو اړخیز او د افغانستان فرهنګي اثارو د قاچاق، د امریکا بازارونو ته یې د لېږد، د چور تالان او د ترهګرو او جنایت‌کارو ډلو له لوري د پېر او پلور د مخنیوي په موخه لګول شوي دي.

دا بندیزونه او محدودیتونه تېره ورځ د امریکا د متحدو ایالاتو د ګمرکونو د ادارې او سرحدونو د ساتنې له وزارت سره په همغږۍ وضع شوي دي.

په دې اړه نور: امریکا له افغانستانه د ځینې فرهنګي اثارو پر وارداتو بندیز ولګاوه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي: "د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي میراثونو د ساتنې او د خپل‌منځي سازمونونو د مسوولیتونو له مخې، امریکا ته د افغانستان د ځینو ځانګړو تاریخي، فرهنګي او هنري اثارو پر لېږد بندیز اعلانوي."

د افغانستان هنري اثار

اعلامیه کې دا هم لیکل شوي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو، د امریکا حکومت سمدستي په یو اړخیز ډول دا وارداتي محدودیتونه عملي کوي.

ازادي راډیو وغوښتل څو په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر واخلي، خو په دې اړه د دوی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نورو اړونده ادارو د دې راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

افغانستان د تاریخي، فرهنګي او هنري اثارو له اړخه له غني هېوادونو شمېرل کېږي. که څه هم له دې ډېره برخه یې قاچاق او یا هم تخریب شوې، خو یو شمېر یې لاهم دغه هېواد کې خوندي دي.

د افغانستان د تاریخي اثارو یوه لویه برخه ناپېژندلې پاتې او هغه چې پېژندل شوي، کمه یې خوندي او ځینې نوره یې د نه‌ پاملرنې له امله د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخ ده.