د افغانستان د کرنې پخوانی وزیر او د ولسي جرګې مخکېنی غړی عبیدالله رامین د ورپېښې ناروغۍ له امله په ترکیه کې وفات شوی.
ګڼو رسنیو د ښاغلي رامین مړینه د سرچینو په حواله تأیید کړې.
د ښاغلي رامین یوه خپل او د افغانستان د دفاع وزارت مخکېني مرستیال تمیم عاصي هم په خپل ټویټر لیکلي چې د کرنې پخوانی وزیر عبیدالله رامین وفات شوی.
عبیدالله رامین له ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۸ کال پورې د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزیر و او وروسته د ولسي جرګې په ۱۶مه دوره کې د بغلان د خلکو استازی شو.