صادق سنجراني د پاکستان د سنا جرګې مشر شو

د صدراعظم عمران خان له خوا کاندید شوی صادق سنجراني

د پاکستان د سنا جرګې د مشرۍ لپاره د صدراعظم عمران خان له خوا کاندید شوی صادق سنجراني د دې جرګې د مشر په توګه اعلان شو.

په دغو انتخاباتو کې د لاس وهنې ادعاوې هم شوي دي.

د انتخاباتو رسمي پایلو وښوده چې صادق سنجراني د ۴۸ رایو په اخېستلو سره د اپوزیسیون ګوند ګډ کاندید یوسف رضا ګیلاني ته د ۶ رایو په تفاوت ماته ورکړه.

سناتور مظفر حسین شاه چې د انتخاباتو څارنه یې کوله، ویلي د ګیلاني په ګټه ۷ رایې له دې کبله باطلې شوي چې په سمه توګه ټاپه شوي نه وې، نو ځکه بریا د حکومت د نوماند په برخه شوه.

د اپوزیسیون ګوندونو دا پایلې نه دي منلي.

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي چې رایې په قانوني ډول کارول شوي، د پایلو د اعلان پر وړاندې یې د دعوا راپورته کولو د احتمال خبره کړې ده.

د ورځې په سر کې د اپوزیسیون سناتورانو ویلي و چې ځینې پټې کمرې یې موندلي چې د رای راخیستنې په صندوق کې ځای پرځای شوي وې. له همدې کبله دا انتخابات له لږ ځنډ سره مخامخ شول.

حکومت لا هم د سنا جرګې په سلو څوکیو اکثریت نه لري.