د روسي تاریخ‌پوه دمیتري په بند محکومېدو په اړه د څارنوالانو غوښتنه

د روسیه بیرغ

په روسیه کې څارنوالانو له محکمې غوښتي چې روسی تاریخ‌پوه او د بشري حقونو مدافع یوري دمیتري په ۱۵ کاله بند محکوم کړي.

پر ده تور دی چې خپله لور یې په جنسي توګه ځورولې. دی او ملاتړي يې دا تورونه ردوي.

څارنوالانو په مسکو کې د کاریلیا څانګې د بشري حقونو د یاد ۶۴ کلن مدافع د محاکمې په وروستي پړاو کې د سې شنبې په ورځ (د جولای په اوومه) ګډون وکړ.

د دمیتري ملاتړي وايي چې پر ده دا تورونه ځکه لګول شوي چې ده د تاریخ داسې اړخ څېړلی چې د شوروي اتحاد هغه ستروالی چې کرملېن‌یې ښيي، تر سیوري لاندې راولي.

دمیتري لسیزې څېړنه کړې چې د شوروي اتحاد د دیکتاتور جوزف سټالین جرمونه بربنډ کړي، خو د ولادیمیر پوتین حکومت د دمیتري دا عمل تېری ګڼي.

په مې میاشت کې لسګونه روسي عالمانو، تاریخ‌پوهانو، لیکوالانو، شاعرانو او سیاسي مخالفانو د کاریلیا عالي محکمې ته یو لیک ولېږه او په‌کې يې د دمیتري د راخوشې کولو غوښتنه وکړه.

اروپايي ټولنې له روسي چارواکو غوښتي چې دمیتري راخوشې کړي.

دی په خپل کمپیوټر کې د خپلې لور د ناوړه عکسونو ساتلو په تور په ۲۰۱۶م کال کې ونیول شو. ده ورباندې لګېدلي تورونه رد کړي دي او ویلي يې دي چې دا عکسونه ناوړه نه‌دي، بلکې د کوچنیانو د ښېګړې ادارې د دې کوچنۍ د روغتیايي ودې معلومولو په هدف ورڅخه غوښتي وو.