افغانستان سبا د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع د پياوړتیا کنفرانس کوربه دی

ارشیف، د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع د پياوړتیا د دوشنبې غونډه

ټاکل شوې ده افغانستان سبا (د پنجشنبې په ورځ د جولای په نهمه نېټه) د سولې په اړه د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع د پياوړتیا په نوم د وېډیو کنفرانس کوربه وي.

په دې کنفرانس کې به د ولسمشر محمد اشرف غني ترڅنګ د ناټو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او امریکا چارواکي ګډون وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو ویاند ګران هېواد په دې اړه رسنیو ته داسې وویل: "افغانستان روانه اوونۍ د سولې او اقتصادي پراختیا اړوند درې مهم کنفرانسونه لري چې له دې ډلې یو یې د دوشنبې په ورځ د جولای په شپږمه نېټه د 'افغانستان د سولې لپاره د سمیه‌ییزې اجماع د پیاوړتیا کنفرانس' تر عنوان لاندې پای ته ورسېد."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کنفرانس کې د ګاونډیو او سیمې ۲۰ هېوادونو او دوو سازمانونو ګډون کړی وو.

د دې ترڅنګ افغانستان له چین او پاکستان سره د ستراتېژیک دیالوګ تر نوم لاندې درې کنفرانسونه کړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغو غونډو کې پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکاریو هر اړخیز بحث وشو.