ټرمپ ويلي چې د امریکا د خپلواکۍ په ورځ به تر ټولو لوی مراسم جوړ کړي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې د امریکا د خپلواکۍ په ورځ به چې نن د جولای څلورمه ده، تر ټولو لوی مراسم جوړ کړي. په‌دغو مراسمو کې به رسم ګذشت وشي او ټرمپ به وینا وکړي.

د جولای څلورمه په ټوله امریکا کې لمانځل کېږي. په‌دې ورځ په ۱۷۷۶میلادي کال کې امريکا خپلواکي اعلان کړې وه.

ټاکل شوې ده په واشنګټن کې په رسم ګذشت سره د نن ورځې مراسم پیل شي او وروسته به ټرمپ وینا وکړي.

خلک یوازې په‌دغو مراسمو کې په ټکټ پیرلو سره برخه اخېستلای شي.

د امریکا د پلازمېنې په مرکز کې به لږ تر لږه دوه ټانکونه ودرول شي او امریکا ته د ولسمشر تر سلامۍ وروسته له د موسيقۍ کنسرت پیل شي او بیا به د اورلوبې ننداره جوړه شي.

د ټرمپ مخالفانو ويلي چې دی د دغو مراسمو په نظامي او سیاسي کولو سره د خلکو مصارف زیاتوي او پخوا دا مراسم یوازې په خوړو، موسيقي او اورلوبو سره لمانځل کېدل.

تېر ځل په دا ډول مراسمو کې په واشنګټن کې لسیزې مخکې د امریکا ۳۳ ولسمشر هري ټرومن وینا کړې وه.