عمر داودزی نن له چینايي چارواکو سره د سولې د خبرو په اړه بحث لري

آرشیف، د سولې د عالي شورا وياند سید احسان طاهري

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارلانشا رئیس محمد عمر داودزی نن شنبه د چين د بهرنیو چارو وزارت له مرستيال او د شانګهای د همکاریو سازمان له سکرتر جنرال سره په پېکنګ کې وويني.

د سولې د عالي شورا وياند سید احسان طاهري چې له ښاغلي داودزي سره چين ته تللی، ازادي راډيو ته په رالېږلي یوه پيغام کې د نننۍ غونډې په اړه داسي وويل:

"نن مهمې غونډې چې ښاغلی داودزی یې په پېکنګ ښار کې لري، د چين د بهرنیو چارو وزارت له مرستيال او د شانګهای همکاریو سازمان له سکرتر جنرال سره دي، په دغو غونډو کې به د سولې د مذاکراتو او په دې برخه کې د پرمختګونو په اړه خبرې وشي."

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارلانشا رئیس محمد عمر داودزي پرون د افغانستان او پاکستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره ولیدل او د سولې د بهیر په اړه یې خبرې وکړې.

ښاغلی داودزی د پنجشنبې په ورځ په درې ورځني سفر چين ته ولاړ.