په بغلان کې د والیبال په میدان کې چاودنې ۴ تنه وژلي او ۲۰ ټپیان دي

د بغلان ولايت چارواکي وايي، په تاله و برفک ولسوالۍ کې د تېر ماښام په چاودنه کې ٤ کسان وژل شوي او شااوخوا ٢٠ تنه نور ټپيان شوي دي.

د تاله و برفک ولسوال عبدالاحد برفکي د دې چاودنې په اړه ازادي راډيو ته وويل:

"په پېښه کې څلور کسان وژل شوي او ٢٠ تنه نور ټپيان شوي، د ټپيانو له ډلې ٧ تنه د ولسوالۍ مرکز ته انتقال شوي چې ډاکتران يې څارنه کوي، پاتې کسان برسېرن ټپيان وو چې د ولسوالۍ مرکز ته نه دي انتقال شوي."

ولسوال وايي، چاودنه د هغه ماين په ذرېعه شوې چې له مخکې د واليبال په يوه ميدان کې ځاى پر ځاى شوى و.

د بغلان د محلي چارواکو په خبره، دغه چاودنه د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې سيمه کې شوې ده.

چا د دې پېښې مسؤليت نه دى منلى.