مکرون د کابینې له لوړپوړو غړو سره د پاریس په مظاهرو غږېدلی

د فرانسې جمهور رئیس د یکشنبې په ورځ د کابینې له لوړپوړو غړو سره د پاریس د وروستۍ مظاهرې زیانونه سروې کړي دي.

مکرون له «جي شل» سرمشریزې تر بېرته راستنېدو وروسته راساً له صدراعظم ادوار فیلیپ، د کورنیو چارو له وزیر او نورو امنیتي چارواکو سره د وړمې ورځې په مظاهرو خبرې کړې دي.

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼې ویلي چې له صدراعظم ادوار فیلیپ غوښتل شوي، څو د مظاهره‌چیانو له تنظیموونکو سره خبرې وکړي چې مظاهرې ختمې کړي.

د حکومت له لوري له مظاهره‌چیانو سره د خبرو مخکېنۍ هڅې ناکامه شوې دي.

د پاریس پولیس وایي، پر سونګ موادو د مالیې او د بیو د لوړېدو پر سر په وروستیو مظاهرو کې ۱۳۳ تنه ژوبل شوي او ۴۱۲ نور نیول شوي دي.

پولیسو وویل، د شنبې د ورځې د مظاهرو په ترڅ کې ۲۳ پولیس هم په ټپیانو کې شامل دي.

پولیسو دغه‌راز ویلي چې په پاریس کې د قهرجنو مظاهرو په ترڅ کې د نیول شویو کسانو ۳۷۸یې توقیف شوي دي.

د فرانسې رسنیو ویلي چې شااوخوا ۷۵ زره کسانو په ټوله فرانسه کې په مظاهرو کې ګډون کړی و.