روسي چارواکي وايي،په داغستان کې ٩ افراطي وسله وال وژلي

روسي چارواکي وايي، د شمالي قفقاز په ناکراره جمهوريت داغستان کې ٩ افراطي وسله وال د پوليسو له خوا وژل شوي دي.

ادعا شوې چې دغو کسانو غوښتل په مې مياشت کې د عمومي رخصتيو پر مهال تروريستي اعمال پلان کړي.

د روسيې ترورېزم ضد کمېټې پرون په خپل ويبسايټ کې خبر ورکړى، دوى ته معلومات رسېدلي چې دغو وسله والو چې غوښتل راروانه مياشت کومه حمله وکړي، د داغستان په دربنت سيمه کې پټ شوي وو.

دا د داغستان په جنوب کې دويم لوى ښار دى چې اکثريت اوسېدونکي يې مسلمانان دي.

ترورېزم ضد کمېټې ويلي، پوليسو د مشکوکو کسانو دوو ډلو ته د تسليم کېدو امر وکړ، کله چې هغوى له تسليمېدو ډډه وکړه، په ډزو ووژل شول.

داغستان په وروستيو کلونو کې د يو لړ حملو شاهد و چې د داعش په نوم ډلې پر پوليسو د څو حملو مسؤليت منلى دى.