د امريکا متحده ايالاتو يوې عالي رتبه چارواکې ويلي په افغانستان کې د سولې لپاره هيلهمندي شته.
په کابل کې د امريکا سفارت مرستيالې انی فورسایمر (Annie Pforzheimer) د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار محمد حنيف اتمر سره په کتنه کې دغهراز ويلي چې د افغانستان او امريکا دولتونه په سيمه کې د سولې د فضا په ايجاد کې همکار وو او د افغان ولس لپارهيې د سولې اړتيا درک کړې ده.
مېرمن فورسايمر ويلي، خو شرط دا دى چې وسلهوال طالبان د افغانستان اساسي قانون او د تېرو څو کلونو لاسته راوړنې ومني او له تاوتريخوالي لاس واخلي.
د ملي امنيت شورا په اعلاميه کې ويل شوي چې په دې کتنه کې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د راتلونکو ټاکنو پر ترسره کېدو هم بحث وشو.