قوقندي: د افغانستان د صادراتو ملي ستراتېژي تصویب شوه

د افغانستان د صادراتو ملي ستراتېژي تېره ورځ د اقتصاد د عالي شورا له‎خوا تصویب شوه.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دې ستراتېژۍ کې د تولیداتو پیاوړتیا، د محصولاتو کیفیت، د پانګې اچوونې لپاره د اسانتیاوو برابرول، له بازاره ډېر ملاتړ او اقتصادي پراختیا شامله ده.

ده وویل، وچه او تازه مېوه، سبزي، زعفران، غالۍ، قیمتي ډبرې او کاڼي هم په‎دې ستراتېژۍ کې په پام کې نیول شوي.

قوقندي وایي چې له‎دې سره به د افغانستان صادرات چې تېر کال ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدل، په روان کال کې له یو میلیارد ډالرو څخه هم زیات شي.