د زېمبابوې د کرکټ لوبډلې روزونکی «ستریک» له دندې لېرې شو

د زېمبابوې د کرکټ د لوبډلې روزونکی«کوچ» هیت ستریک له دندې وشړل شو.

د اسوشېټېډ پرېس په حواله، هیت ستریک له دې امله چې د زېمبابوې د کرکټ لوبډله ونه توانېده چې د کرکټ د نړیوال جام سیالو ته لار پیدا کړي، له دندې لېرې شوی دی.

د زېمبابوې دکرکټ لوبډلې، په خپل کور کې یوه مهمه مسابقه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته ور وبایلله او په یوه بله مهمه مسابقه کې یې له ویست اندیزه ماته وخوړه.

په وروستیو درې نیمو لسیزو کې به اول وار، د زېمبابوې د کرکټ لوبډله د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې ګډون ونه کړي.

د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ په ۲۰۱۹ میلادي کال کې، په وېلز او انګلستان کې کېږي.