د بغلان امنيتي چارواکي وايي، د دولت له وسله والو مخالفينو د دهنه غوري ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره هڅې روانې دي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، بغلان ته د تازه دمو ځواکونو له رسېدو سره به پوځي عمليات پيل شي.
دی وایي:
"د دهنه غوري ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره له مرکز څخه د باصلاحيته چارواکو له خوا د ځينو اضافي قطعاتو رالېږلو ته اړتيا لرو، څو وکړاى شو له هغو په استفاده، د دهنۀ غوري ولسوالۍ او ځينو نورو سيمو د بېرته نيولو لپاره چې د وسله والو مخالفينو خوځښتونه په کې شته، کار واخلو."
د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، بغلان ته د اضافي ځواک د لېږلو لپاره د دوى پېشنهاد منل شوى دى.
د ښاغلي شجاع په وينا، پرون ماسپښين درې تنه وسله وال غله د بغلان- کندوز پر لويه لار په پلخمري کې له پوليسو سره په نښته کې وژل شوي دي.