هلمند کې د یوه طالب قوماندان په ګډون ۶ وسله‌وال وژل شوي

د هلمند ولایت ګرشک او نادعلي ولسوالیو کې د هوایي بریدونو پر مهال د طالبانو د یو قوماندان په ګډون شپږ تنه وسله‌وال وژل شوي دي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو په یوه بیان کې نن سهار ویلي چې پنځه وسله‌وال د هلمند ګرشک ولسوالۍ په شورکیان سیمه کې د افغان هوايي ځواکونو په یوه هوايي برید کې ووژل شول.

د بیان له مخې د نادعلي ولسوالۍ شاول سیمه کې هم افغان هوایي ځواکونو د وسله‌والو طالبانو پر یو قوماندان چې شبکه مخلص نومېده برید وکړ او هغه‌یې له‌منځه وړی دی.