د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د سعودي تورونه رد کړي

د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د سعودي عربستان تورونه رد کړي دي.

سعودي تور پورې کړی چې ایران په یمن کې حوثي یاغیانو ته هغه میزایل ورکړي وو چې د سعودي په پلازمېنه‌یې ویشتلي دي.

تسنیم خبري اژانس د ایران د سپاه پاسداران سیاسي افسر یدالله جواني ویلي چې سعودي عربستان دا ادعاوې د دې لپاره کوي، څو د ده په خبره په یمن کې له خپلو ورانکاریو څخه د خلکو توجه واړوي.

د سعودي په مشرۍ ائتلاف د مارچ په ۲۶مه تهران تورن کړ چې حوثي یاغیانو ته‌یې اووه میزایل ورکړي او هغوی په ریاض ویشتلي دي.

د سعودي چارواکو په خبره په دې پېښو کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

د ائتلاف یوه ویاند ویلي موږ دا حق ځان ته ورکوو چې په سم وخت او سم ځای کې د ایران ځواب ووایو.