د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف تور لګوي چې ایران د یمن حوثي یاغیانو ته بالیستیک توغندي ورکړي چې په وسیلهیې پر ریاض حمله کړې ده.
دغه ائتلاف په عین حال کې ویلي چې د مناسب ځواب په ورکولو غور کوي.
د ائتلاف یوه ویاند پرون دوشنبه په ریاض کې یوې خبري غونډې ته ځینې ټوټې وښودې او ویېویل چې سعودي ځواکونه وايي چې دا د هغه توغندي دي چې حوثیانو پر ریاض ویشتی و او دا ډول توغندي د ایران له لوري حوثیانو ته ورکړل شوي دي.
ویاند ترکي المالکي همداراز وویل، د سعودي پر خاوره ویشتل شوي توغندي له ایرانه وروړل شوي او پر هغو نهیوازې ریاض، بلکې نجران، جیزان او خمیس مُشیط ویشتل شوي دي.