ټرمپ د مک مسټر پر ځای په «م.م» د امریکا پخوانی سفیر جان بولټن ټاکي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپل ملي امنیت د اوسني سلاکار مک مسټر پر ځای په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانی سفیر جان بولټن ټاکي.

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ پر خپل ټویټر وویل، بولټن به د اپریل له نهمې نېټې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار په توګه دنده پیل کړي.

۵۵ کلن مک مسټر ویلي، پلان لري چې په دې دوبي کې تقاعد واخلي.

۶۹ کلن بولټن د امریکا د جمهوري غوښتونکيو د بهرنۍ پالیسۍ په کړۍ کې له لسیزو راهېسې یوه مخکښه څېره ده.

د نوموړي هغه هڅې چې پر شمالي کوریا یې د بریدونو او ایران سره د جګړې لپاره کولې دده د لانجمنو دریځونو څخه ګڼل کېږي.

ویل کېږي چې د مارچ د میاشتې په پیل کې بولټن د ولسمشر ټرمپ او د سپینۍ ماڼۍ د دفتر له رئیس جان کیلي سره کتلي او د شمالي کوریا او ایران په اړه یې ورسره خبري کړي دي.

د ولسمشر ټرمپ او مک مسټر ترمنځ ترینګلتیا په وروستیو کې په زیاتېدونکي توګه څرګنده شوې ده.