د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن له متحده عربي اماراتو سره سیالي کوي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نړیوال جام ته د لار موندنې په سیالیو کې نن له متحده عربي اماراتو سره د لوبې ډګر ته ووځي.

دا لوبې په زېمبابوې کې روانې دي او افغانستان په‌کې د شپږو غوره ټیمونو مرحلې ته لار موندلې ده.

د شپږو غوره ټیمونو په لومړۍ لوبه کې افغانستان وتوانېده چې وېسټ انډیز ته ماته ورکړي.

تمه ده چې له متحده عربي اماراتو سره له لوبې وروسته به د افغانستان د کرکټ ملي ټیم له ایرلنډ سره لوبه ولري.

دا د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ د نړیوال جام لوبو ته د رسېدو سیالۍ دي چې ټاکل شوې، د انګلستان په وېلز کې تر سره شي.