چارواکي: د لوګر په برکي برک کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي

د لوګر چارواکي په برکي برک ولسوالۍ کې د پنځو طالبانو د وژلو خبر ورکوي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح ازادي راډیو ته وویل:

"افغان ځواکونو له بهرنیو سره یوځای د برکي برک ولسوالۍ په شاه مزار سیمه کې عملیات وکړل چې په ترڅ کې یې پنځه تنه د دولت مخالف وسله وال ووژل شول."

سلیم صالح زیاته کړه چې په وژل شویو کې د یاغیانو یو سیمه ییز قوماندان ذبیح الله هم شامل دی چې په عثمان مشهور و.