د سوریې د ختیځې غوطې سیمه نه ۷زره کلابند کسان وتلي

د روسي خبري اژانسونو په حواله نن سهار د سوريې له ختيځې غوطې څخه تر ٧٠٠٠ زيات کسان وتلي دي.

اژانسونو دا خبر د سوريې د پيوستون شورا په حواله چې ورکړى چې د روسيې دفاع وزارت يې مشري کوي.

دغه مرکز نن ويلي چې په زرګونو کسان په وروستيو ورځو کې د پلازمېنې دمشق په مربوطاتو کې د دولت تر ولکې لاندې د سيمو پر لوري روان دي.

د سوريې د بشري حقونو د څار اداره وايي، د روسيې په هوايي حملو کې چې د غوطې په جنوب لوېديځ کې پرون شوي، لږ تر لږه ٨٠ ملکيان وژل شوي دي.

له دې سره په تقريباً يوه مياشت کې په سيمه کې د پوځي عملياتو له کبله د وژل شويو کسانو شمېر ١٣٥٠ کسانو ته ورسېد.