د امریکا لوی څارنوال د«FBI» ادارې مرستیال مک‌کب له دندې لېري کړ

د امریکا لوی څارنوال جیف سیشنزد ایف بي ای یا د فدرالي تحقیقاتو د اداري مرستیال اندرو مککب له دندې لېرې کړ.

ولسمشر ټرمپ د ده پر وړاندې د هغه څه له امله چې مغرضانه حرکت يې بللی او په انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنې په مسئله کې د هلېري کلنټن د پلوي په خاطر پر مک‌کب انتقادونه کړي وو.

د متحده ایالاتو لوی څارنوال ویلي د «ایف. بي. ای» پلټونکي دې نتیجې ته رسېدلي دي چې مک‌کب په غیر قانوني توګه رسنیو ته معلومات ورکړي او له لوړې کولو وروسته څو ځله په خپله دنده کې صادق نه دی ثابت شوی.

خو مککب دا تورونه رد کړي او ویلي يې دي چې له دندې څخه دده لېرې کول د «ایف. بي. ای» د قانون عملي کونکو ادارو او په ټوله کې د استخباراتي متخصصانو د زیانمنولو د پراخو هڅه د لړۍ یوه برخه ده.