د ارزګان ولایت سیمهییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز ترینکوټ کې تېره ورځ د افغان هوايي ځواک په بریدونو کې ۴ وسلهوال طالبان وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.
په دغه ولایت د امینه قوماندانۍ سرپرست ویاند احمد فضلي نن د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د افغان هوايي ځواکونو دغه بریدونه تېره ورځ ناوخته د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړوند ګوګرک سیمه کې د وسلهوالو طالبانو پر پټنځایونو کړي.
ښاغلي فضلي زیاته کړه:
"کوم برید چې افغان هوايي ځواکونو د ګوګرک په سیمه کې د طالبانو پر یو پټنځای کړی په کې څلور وسله وال وژل شوي او اووه تنه نور یې ټپیان دي."
نوموړی وايي، په یادو بریدونو کې ملکي خلکو ته کوم زیان نهدی اوښتی.
وسلهوالو طالبانو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.