د هلمند په نادعلي کې انتحاري حملې ۲ سرحدي پولیس وژلي او یو یې ټپي کړی

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د ځانمرګي برید په اړه سرحدي پولیسو ته له وړاندې خبر ورکول شوی و.

د نادعلي په سید اباد کې د شوي ځانمرګي برید وروسته یو شمېر سرحدي پولیسو رسنیو ته ویلي دي چې د دغه ځانمرګي برید په اړه دوی ته له وړاندې ویل شوي و، ځکه‌يې پر مازدا موټربم له وړاندې ډزې کړې دي.

چارواکي په یاد برید کې د دوو سرحدي پولیسو د وژل کېدو او د یوه د ټپي کېدو خبر ورکوي، خو دا چې اصلي تلفات څومره دي او په سید اباد کې سرحدي پولیس څه کیسې کوي، نور حال د محمد الیاس داعي په راپور کې واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د محمدالیاس داعي راپور

  • پخواني معلومات

د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې په ځانمرګي برید کې دوه سرحدي پولیس وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډ‌یو ته وویل، برید نن سهار د یوه مازدا بار وړونکي موټر په واسطه رامنځته شوی دی.

ځواک وايي، بریدګر غوښتل چې ځان لښکرګاه ښار ته ورسوي، خو د امنیتي ځواکونو له‎خوا پېژندل شوی او وروسته تر هغه‌يې ځان ته چاودنه ورکړې ده چې امنیتي ځواکونو پرې ډزې کړې دي.

برید د څلورمې لوا د لومړي کنډک د درېیم ټولي پر هغه سرحدي پولیسو شوی دی چې د نادعلي ولسوالۍ په سیداباد کلي کې په یوه تازه جوړه شوې قرارګاه کې اوسېدل.

وسله‎والو طالبانو يې پړه پر غاړه اخیستې ده.

قاري یوسف احمدي ویلي چې په دې برید کې يې ګڼ شمېر د عامه نظم او سرحدي پولیسو سرتېري وژلي دي، خو دولتي مسؤلین بیا د دوی دغه خبره نه‌مني.

  • پخواني معلومات

د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې نن سهار یو موټر بم برید شوی دی.

په هلمند کې د سرحدي پولیسو د څلورمې لوا ویاند جنت ریحان ازادي راډیو ته وویل چې برید په سیداباد کلي کې د یوې مازدا باروړونکي موټر په واسطه شوی او دوه سرحدي پولیس یې وژلي دي.

خو یوې سرچینې بیا تر دې مخکې ازادي راډيو ته ویلي و په دې برید کې شپږ سرحدي ځواکونه وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل دي.

دغه برید چې سهار شاوخوا اته بجې شوی مسؤلیت یې وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې ۱۵ افغان سرتیري يې وژلي دي.

  • پخواني معلومات

د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د موټر بم په واسطه برید شوی دی.

د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک وایي، برید د نادعلي په سید اباد کلي کې پر امنیتي سرتېرو شوی دی.

ځواک د تلفاتو په اړه څه ونه‌ویل، خو یوې امنیتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي رادیو ته وویل، د موټر په واسطه دغه برید د سرحدي پولیسو د څلورمې لوا په لومړي ټولي شوی دی چې شپږ سرحدي پولیس‌یې وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

خو د سرحدي لوا د مطبوعاتو مسؤل جنت ریحان بیا وایي چې دا برید د مازدا موټر په واسطه شوی دی او دوه سرحدي پولیس‌یې وژلي دي.

هغه وویل، بریدګر له وړاندې پېژندل شوی دی او د امنیتي سرتېرو له‌خوا پرې ډزې شوې دي.

دغه برید سهار څو دقیقې مخکي ترسره شوی دی.

وسله‌والو طالبانو ددې پېښې مسؤلیت منلی او ادعا یې کړې چې لسګونه سرتیري یې وژلي دي.

  • پخواني معلومات

د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د موټر بم په واسطه برید شوی دی.

د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک وایي، برید د نادعلي په سید اباد کلي کې پر امنیتي سرتېرو شوی دی.

ځواک د تلفاتو په اړه څه ونه‌ویل، خو یوې امنیتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي رادیو ته وویل، د موټر په واسطه دغه برید د سرحدي پولیسو د څلورمې لوا په لومړي ټولي شوی دی چې شپږ سرحدي پولیس‌یې وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

دغه برید سهار څو دقیقې مخکي ترسره شوی دی.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې یې پړه نه‌ده منلې.

جزئیات وروسته ...

  • پخواني معلومات

د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د موټر بم په واسطه برید شوی دی.

د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک وایي، برید د نادعلي په سیداباد کلي کې پر امنیتي سرتېرو شوی دی.

ځواک د تلفاتو په اړه څه ونه‌ویل، خو یوې امنیتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي رادیو ته وویل، د موټر په واسطه دغه برید د سرحدي پولیسو د څلورمې لوا په لومړي ټولي شوی دی چې تلفات لري، خو دقیق شمېر یې یاد نه‌کړ.

دغه برید سهار څو دقیقې مخکې ترسره شوی دی.