د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې شااوخوا ۳۰۰ ښځو ته د کورنۍ کرنیزو باغچو د روزنې زدهکړه ورکول کېږي.
د دغه ریاست د پروګرامونو د همغږۍ د برخې مسؤل رفیعالله قلم نن ازادي راډيو ته وویل چې روزل شوې ښځې به وتوانېږي چې د روزل شویو نیالګیو په پلور سره خپل کورنی اقتصاد پياوړی کړي.
د ښاغلي قلم په خبره، تېر کال هم په دې ورته یوې پروژه کې شااوخوا ۵۰۰ ښځې روزل شوې وې.