د کونړ چارواکو پرون چهارشنبه وویل چې د امریکا د یوې بېپیلوټه الوتکې په برید کې ۲۷ وسلهوال وژل شوي دي.
د کونړ ولایتي شورا د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې وسلهوال په شلتن دره کې په یوې مدرسه کې راغونډ شوي وو چې د بېپیلوټه الوتکې ښکار شول.
خو تر اوسه دا نهده معلومه چې وژل شوي افغان طالبان دي او که د پاکستان د تحریک طالبان غړي.
په کونړ کې د امریکا په هوايي برید کې د وسلهوالو د وژل کېدو خبر په داسې وخت کې خپرېږې چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو پوځ وايي، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې يې ۲۰۰۰ ځله بمباري کړې ده.