روسیې د یمن په اړه د ایران پر ضد د «م. م» یو پرېکړه‌لیک ویتو کړ

روسیې د یمن حوثي یاغیانو ته د وسلو د استولو په مسئله کې د ایران پر ضد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیک ویتو کړ.

د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې دې پرېکړه‌لیک ته ۱۱ مثبتې او یوازې دوه منفي رأیې ورکړل شوې او لوېدیځو قدرتونو هم پر ایران د اضافي فشارونو فقره د پرېکړه‌لیک له متن څخه لیرې کړه، خو روسیې بیا هم د ویتو له حق څخه کار واخیست او رد یې کړه.

بریتانیا چې دا طرحه‌یې وړاندې کړې وه د روسیې د موافقې د ترلاسه کولو لپاره د پر‌ېکړه‌لیک د متن لهجه چې تهران‌یې حوثي یاغیانو ته د وسلو د ورکولو په خاطر محکوم کړی و، واړوله او د ملګرو ملتونو له‌خوا د احتمالي اقداماتو د ګواښ برخه‌یې ترې ایستلې وه.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي د روسیې له ویتو وروسته وویل، روسیې یو ځل بیا د ایران د رژیم چې د ترورېزم پلوي کوي، ملاتړ وکړ.

مېرمن هیلي زیاته کړه چې واشنګټن به د بدیلو لارو چارو په لټه کې شي.