د چین کمونېست ګوند وړاندیز کړی چې د دغه هېواد د ولسمشر د کاري دورې محدودیت باید لهمنځه لاړ شي.
احتمالیې شته چې تر ۲۰۲۳ میلادي کال وروسته هم د چین ولسمشر شي جین پېنګ ته اجازه ورکړل شي چې په واک کې پاتې شي.
د سینهوا خبري اژانس پرون راپور ورکړ چې کمونېست ګوند وړاندیز کړی، څو د چین د ولسمشر او مرستیال ولسمشر کاري موده چې د قانون پر اساس دوه دورې تعیینه شوې، حذف کړای شي.
سینهوا خبري اژانس ډېر جزئیات نهدي ورکړي.
دا راپور پرون په داسې حال کې خپور شو چې تمه ده نن دوشنبه د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې درې ورځنۍ غونډه پیل شي او تمه ده په نورو مهمو مسایلو د بحث تر څنګ ځینې مهمې مقرریانې هم وشي.