کامران افریدي: غلام خان بندر په مارچ میاشت کې پرانیستل کېږي

پاکستاني چارواکي وايي، د غلام خان بندر به د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې پرانیستل شي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د حکومت سیاسي استازي کامران افریدي، پرون جمعه له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، پر غلام خان بندر کار بشپړ شوی او له مرکزي حکومته ورته ویل شوي چې په دوو اونیو کې یې د خلکو او تجارتي مالونو لپاره پرانیزي.

د غلام خان بندر د انجنیري چارو مسئول، محمد نور وزیر ازادي راډیو ته وویل:

"د غلام خان بندر په دریو برخو ويشل شوی دی، یو د مسافرو لپاره ترمینل، دوهم د افغانستان د مالونو د کتنې او تلاشۍ ترمینل او دریم افغانستان ته د پاکستاني مالونو د تلاشۍ ترمینل دی."

د شمالي وزیرستان یوشمېر قومي مشرانو ازادي راډيو ته ویلي چې د غلام بندر له پرانیستل کېدو سره به د افغانستان او پاکستان تجارتي راکړه – ورکړه زیاته او د خلکو اقتصاد به ښه شي.