داعش ډلې په یوه کمین کې د عراق لږ تر لږه ۷۲ ملېشه ځواکونه ووژل

د اسلامي دولت نومې ډلې په یوه کمین کې د عراق لږ تر لږه ۷۲ ملېشه ځواکونه ووژل.

دا برید داسې مهال شوی چې دوه میاشتې دمخه بغداد په ټول عراق کې د داعش پر وړاندې د کامیابۍ اعلان کړی و.

په عراق کې د عمومي بسیج ځواکونو چې عمدتاً د شیعه ملېشو یوه ډله ده، په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا برید په حویجه سیمه کې شوی دی.

حویجه د بغداد شمال ته په ۳۰۰ کېلو مترۍ کې موقعیت لري.

اعلامیه زیاتوي، برید کوونکي په پوځي یونیفورم کې وو او د جعلي پوستې په توګه‌یې د دوی لاره ونیوله.

اعلامیه زیاتوي، په متقابلو نښتو کې چې دوه ساعته‌یې دوام وکړ، ځیني برید کوونکي هم وژل شوي او یو شمېر یې وتښتېدل.

داعش وسله‌والو د دې برید مسؤلیت واخیست.