د افغانستان د شمالي ولایتونو لویه لار په سالنګونو کې د خرابې هوا او واورې ښویېدو په خاطر تر نامعلوم وخته تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رئیس جنرال رجب نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په جنوبي او شمالي سالنګ کې تر یو نیم متر پورې واوره ورېدلې او په ځینو سیمو کې واوره ښویېدلې ده.
د ده په خبره، تر هغو چې هوا نهوي ښه شوي او لویه لار نهوي پاکه شوې، په سالنګونو کې به د کابل شمال لویه لار د ټرافیکو پر مخ تړلې پاتې وي.
په سالنګونو کې په تېرو کلونو کې هم څو ځلې د سختې واورې او د واورې ښویېدو په سبب لویه لار تړل شوې وه چې ځیني وختونه د واورو او د موټرو د ښویېدو په پېښو کې، لسګونه کسان وژل شوي یا ټپیان شوي وو.