د سولې عالي شورا: په ازبکستان کې ستره سیمه ييزه غونډه جوړېږي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په نېږدې راتلونکې کې په ازبکستان کې ستره سیمه ييزه غونډه جوړېږي.

د شورا په وینا، د غونډې هدف له ترورېزم سره د مبارزې لپاره د سیمه ييزې اجماع رامنځته کول دی.

په ازبکستان کې د جوړېدونکې سیمه ییزې غونډې دقیق وخت نه دی څرګند شوی.

د ازبکستان په ګډون د منځنۍ اسیا یوشمېر نور هېوادونه د افغانستان د امنیت له خرابوالي اندېښنه لري.

له بله پلوه، د افغانستان پوځ په شمالي ولایتونو کې د ازبکستان د اسلامي تحریک د وسله والو په ګډون، د منځنۍ اسیا د وسله والود فعالیت راپورونه نه ردوي.