د افغانستان او ازبکستان د ګډ امنیتي کمېسيون په غونډه کې پرون شنبه د ترورېزم پرضد پر مبارزه او سیمه ييز امنیت مهمې خبرې شوې دي.
د افغانستان دملي امنیت شورا خبرپاڼه وايي، غونډه د دواړو هېوادونو دملي امنیت د سلاکارانو محمد حنیف اتمر او ویکټور محمدوف په مشرۍ جوړه شوې وه.
اتمرد جمعې په ورځ د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته روان شو.
خبرپاڼه وايي، دواړو خواوو په سیمه کې د امنیت لپاره د سیمه ييزو همکاريو پراختیا او د مخدره موادو د قاچاق او مخنیوی پر څرنګوالي خبرې کړې دي.
اتمر به د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر او یو شمېر نورو چارواکو سره هم پر سیمه ييزو مسئلو خبرې کوي.