د ایران سپاه پاسداران وايي، د دغه هېواد د فارس د جنوبي ولایت په یوه نښته کې د دوی ۳ سرتېري وژل شوي او د اسلامي دولت یا داعش ۱۶ غړي نیول شوي دي.
د ایران دغه انقلابي ځواک په خپله ویب پاڼه «سپاه نیوز» کې پرون د سپاه د ځمکنیو ځواکونو د قوماندان جنرال محمد پاکپور له قول ویلي چې په جګړه کې د داعش یو شمېر غړي وژل شوي دي.
ده همدا راز ویلي چې لږ تر لږه ۲ سختدریځي تښتېدلي وو، خو وروسته ونیول شول.
د جنرال پاکپور له قوله دغه راز لیکل شوي چې "ترورېستانو غوښتل چې د ایران پر سرحدي ښارونو او ټول هېواد حملې وکړي."
په ویب پاڼه کې ویل شوي چې د داعش غړي د ایران له لوېدیځو پولو د عراق له لوري ایران ته ننوتي وو.