تاجکستان او ازبکستان د خپلو وګړو لپاره د یو بل هېوادونو ته له ویزې پرته پر تګ راتګ موافقه وکړه.
د تاجکستان د رسنیو د راپورونو له مخې دا موافقه دوشنبې ته د ازبکستان د صدراعظم عبدالله عارفوف د پروني سفر په ترڅ کې وشوه.
ښاغلي عارفوف له خپل تاجکستاني سیال قاهررسولزاده سره د کتنې پر مهال وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ویزې د لهمنځه تلو تفاهملیک به ډېر ژر بشپړ او لاسلیک شي.
د دې موافقې له مخې د ازبکستان او تاجکستان وګړي کولای شي چې له ویزې پرته د یو بل هېوادونو ته سفر وکړي.
د پخواني شوروي له ړنګېدو په راوروسته موده کې د ازبکستان او تاجکستان اړیکې تل کړکېچن پاتې شوي، ځکه دواړو هېوادونو د سرحدونو، اوبو، د انرژۍ د سرچینو او ټرانزیټي مسایلو پر سر تل له یو بل سره لانجې لرلې، خو ویل کېږي چې په ازبکستان کې د ولسمشر په توګه د شوکت میرضیایوف له واکمنېدو وروسته له تاجکستان سره د دې هېواد اړیکې ښه شوي دي.