د بخښنې سازمان: د ایران سترې محکمې په یوه څېړونکي د اعدام سزا تائید کړې

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د ایران سترې محکمې د یو ایراني ټبري سویډني اکاډمېک څېړونکي لپاره د جاسوسۍ په تور د اعدام سزا تائید کړې ده.

د سویډن د کارولینسکا په انسټیوټ کې څېړونکی احمدرضا جلالي، هغه مهال چې په یو کنفرانس کې د ګډون لپاره تهران ته تللی و، د جاسوسۍ او "خدای سره دښمنۍ" په تور ونیول شو، هغه جرم چې په ایران یې سزا اعدام دی.

نوموړی د ۲۰۱۶ میلادي کال په اپریل کې ونیول شو او وروسته په جاسوسۍ تورن شو، جلالي پر ده لګیدلي تورونه رد کړي دي.

د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د بخښنې د نړیوال سازمان مرستیالې مګدالینا مغرابي"Magdalena Mughrabi" د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۱» په یو بیان کې وویل، د محکمې دا پریکړه چې د جلالي د اعدام سزا یې تائید کړې "نه یوازې دا چې د عادلانه محکمې حق ته یو ګوزار دی، بلکې د احمد رضا جلالي د ژوند د حق په وړاندې بشپړه بې پروايي ده."

مغرابي له ایراني چارواکو غوښتي چې سمدستي دې دا پریکړه بدله او نوموړی ته دې د استېناف حق ورکړي.

جلالي ایراني تابیعت لري، خو د سویډن دایمي اوسیدونکی دی. د نیچر مجلې په وینا نوموړې د وسله‎والې ترهګرۍ او د بیولوژیکي او کیمیاوي بریدونو په صورت کې د روغتونونو د عاجلو څانکو د بهتره کېدو لپاره کار کاوه.