کابل ګارنیزون وايي، سر له نن چهارشنبې «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۲» په کابل کې ښار کې د غیرې مسؤله وسلهوالو، غیرې قانونې وسلو، زغرهوالو او د تورو ښیښو لرونکو موټرو پر ضد کمپاین پیلوي.
د کابل ګارنیزون قوماندان جنرال افضل امان پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل، ټولو هغو کسانو ته یې چې وسلې ګرځوي لا دمخه له بېلابېلو لارو معلومات خپاره کړي چې خپلې وسلې دې ثبت او ساتونکي دې بایومټریک کړي.
جنرال امان وویل، د ملي امنیت د شورا د پریکړې له مخې امنیتي ادارې ژمنې دي چې په کابل کې به د دې کمپاین په ترڅ کې د غیرې قانوني وسلو، وسلهوالو او وسایطو مخه نیسي.
دی وايي:
"ناقانونه وسلهوال او هغه کسان چې له جواز پرته زغروال موټرو او یا تورو ښیښو موټرو کې په کابل ښار کې ګرځي. له استثنا پرته یې وسایط د کورنیو چارو وزارت ته انتقالېږي او له دوی سره هم قانوني چلند کېږي."
دا په داسې حال کې ده چې په کابل ښار کې په وروستیو کې د ترهګرو بریدونو سربېره د غیرې مسؤله وسلهوالو کسانو لهخوا وژنې، وسلهوالې غلاوې، تښتونې او خلکو ته ګواښونه زیات شوي دي.
د کابل ګارنېزون قوماندانۍ په یوې ابلاغیه کې له هغو کسانو چې وسلې او ساتونکي لري، غوښتي چې په ښار کې دې تالاشیو ته د ودرېدو اصول رعایت او د خپلو وسلو اسناد دې امنیتي مامورینو ته وښيي.