"UNICEF": ماشومانو ته د انټرنټ د بې‌خطره کولو په برخه کې کم کار شوی

سره له دې چې په نړۍ کې د انټرنټ له هرو درېیو کاروونکو یو تن ماشوم دی، د انلاین نړۍ له پېښېدونکو خطرونو د ...

سره له دې چې په نړۍ کې د انټرنټ له هرو درېیو کاروونکو یو تن ماشوم دی، د انلاین نړۍ له پېښېدونکو خطرونو د هغوی د ساتنې لپاره کم کار شوی دی.

یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق نن په یوه کلني راپور کې دا خبره کړې ده.

د یونېسف په راپور کې دا هم راغلي چې خوندي مطالبو ته د ماشومانو د لاس‎رسي لپاره هم کار نه‎دی شوی.

په دغه راپور کې له بېلابېلو لارو د انلاین نړۍ له‎خوا د ماشومانو د ژوند د ګواښلو او هم د ځینو فُرصتونو په باب معلومات ورکړل شوي دي.

یونېسف پر دولتونو او خصوصي سکټور د دې لپاره انتقاد کړی دی چې په خبره‌یې د انلاین نړۍ د ګواښونو په سبب‌یې ډېر کم کار کړی او میلیونونه ماشومان‌یې له ګواښ سره مخ پاتې کړي دي.

په دغه راپور کې راغلي چې له موبایل ټیلیفونونو کار اخیستل چې کم نظارت پرې کېدلای شي له انلاین نړۍ نه د ماشومانو په مخ زیات خطرونه پېښ کړي دي.

کاناډا، فرانسه، هالنډ، روسیه او امریکا هغه هېوادونه دي چې په نړۍ کې د جنسي ځورونې د وېب‎سایټونو له ۱۰ د ۹ هغو کوربه دي.

یونېسف سپارښتنه کوي چې یوازې حکومتونه، خصوصي سکټور، د ماشومانو ادارې، اکاډمیکې ادارې، کورنۍ او په خپله ماشومان له دې سره مرسته کولای شي چې انلاین نړۍ د ماشومانو لپاره خوندي کړي او د هغوی د ګټې وړ یې وګرځوي.

له دې چې د انټرنټ له هرو درېیو کاروونکو یو تن ماشوم دی دا کولای شي معلوماتو ته د هغوی لاسرسی زیات کړي او په مټ‌یې له انلاین نړۍ تجربې واخلي او خپل نظریات څرګند کړي.

ځوانان په ټوله نړۍ کې له هرې بلې طبقې نه زیات سره وصل دي.

۷۱ فیصده ځوانان د انټرنټ له لارې انلاین وي.

د یونېسف په راپور کې همداراز یوه مقایسه هم شوې ده.

افریقایان کم انټرنټ کاروي، د دوی له پنځو ځوانانو دوه تنه انټرنټ کاروي، خو په اروپا کې بیا له ۲۵ یوازې یو تن افلاین وي.

اخوا د څېړنو له مخې دا ثابته شوې چې د نړۍ د یو پر درېیمې برخې تنکي ځوانان چې شمېر یې ۳۴۶ میلیونه وګړو ته رسېږي انټرنټ نه‌کاروي او دا په مخ په زیاتېدونکي ډيجیټال اقتصاد کې د هغوی ګډون کموي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی