د پوهنې او لوړو زده‌کړو په بنسټونو کې د اصلاحاتو یو پلان جوړ شوی

د افغانستان د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونه په دغو دوو تعلیمي او تحصیلي بنسټونو کې د جدي اصلاحاتو خبره کوي.

د پوهنې وزارت سرپرست محمد ابراهیم شینواري نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه وزارت په درېیو برخو کې یو جامع پلان جوړ کړی دی.

ښاغلي شینواري وویل:

"یو جامع د سمون پلان جوړ شوی، د زده‌کړو د څېړنو لپاره به سیستم جوړ شي. تعلیمي نصاب به اصلاح شي او همدارنګه د ښوونځیو څارنه به جدي شي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ په بادغیس کې د وینا پر مهال د افغانستان پر تعلیمي او تحصیلي بنسټونو انتقادونه وکړل او ویې‌ویل چې د پوهنې اوسنی وضعیت د منلو وړ نه‌دی او باید اصلاحات راشي.

په همدې حال کې د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت بیا وايي چې د نوي پلان په پلي کېدو سره به‌یې د هېواد په تحصیلي نظام کې د پام وړ بدلون راشي.