د افغانستان ولسمشر د هېواد حلقوي سړک يوه تر ټولو ستره ملي پروژه وبلله.
محمد اشرف غني نن یکشنبه په بادغيس کې د دې حلقوي سړک د پاتې برخې د کار د پيلېدو په مراسمو کې وينا وکړه او زیاته یې کړه:
"دا پروژه مو له سترو ملي پروژو څخه ده، افغانستان سره تړلى نه دى، برېښنا ته وګورئ، د برېښنا ٩ شبکې لرو چې حلقوي سړک نه وي، افغانستان سره نه تړل کېږي، هدف دا دى چې يو واحد ملت يوه واحد اقتصاد ته اړتيا لرو، هيله ده په ټول افغانستان کې د دې حياتي پروژې هرکلى وشي."
د افغانستان ولسمشر د قيصار- لامان سړک د پاتې کار د پيلېدو لپاره بادغيس ولايت ته سفر وکړ.
له ولسمشر غني سره په دې سفر کې د اسیا د پراختیايي بانک سیمه ییز مشر هم ملګری دی.
د اسيا پراختیايي بانک د افغانستان د حلقوي سړک د بشپړېدو لپاره تېره اوونۍ د ۳۳۰ ميلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.
د چارواکو په وینا، دا د افغانستان د حلقوي سرک یوه مهمه برخه ده چې په دوه نیمو کلونو کې به يې کارونه بشپړ شي.