د امریکا متحده ایالاتو وویل چې د روسیې په درېیو ښارونو کې به قونسلګرۍ روسانو ته د امریکا د ویزې ورکولو کار بېرته پیل کړي.
د امریکا حکومت د اګسټ په ۲۳مه د روسیې وګړو ته، له مهاجرته پرته د نورو ویزو په ورکولو کې د ځنډ اعلان وکړ او په مقابل کې د روسیې حکومت هم امریکایانو ته پر ویزو محدودیت اعلان کړ.
خو د امریکا د حکومت وروستی اعلان په دې برخه کې مهم پرمختګ بلل کېږي.
په مسکو کې د امریکا سفارت پرون دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په سن پټرزبورګ، یکاترینبورګ او ولادي وستوک کې به د مهاجرت له ویزو پرته، امریکا ته د سفر د محدود شمېر ویزو لپاره مرکې له سره پیل کړي.
په مسکو کې د امریکا سفیر جان هانټسمن ویلي، غواړي چې د روسیې وګړي امریکا ته سفر وکړي، په امریکايي پوهنتونونو کې زدهکړې وکړي او د امریکا له فرهنګ سره بلد شي.