چارواکي: په بغلان کې د طالبانو یو مهم غړی نیول شوی

د بغلان ولايت مطبوعاتي دفتر وايي، د وسله والو طالبانو يو مهم غړى په دې ولايت کې نيول شوى دى.

دغه دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي چې شېر محمد پرون شنبه ناوخته د پلخمري ښار په باغ شمال سيمه کې نيول شوى دى.

د اعلاميې په حواله، دغه کس په بغلان کې د وسله والو طالبانو د عشر او زکات د راټولولو مسؤل و.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.