د زېمبابوې ولسمشر وايي په خپله خوښه استعفا کوي

د زېمبابوې د پارلمان مشر وايي، د دغه هېواد ولسمشر رابرټ موګابې ويلي په دغه هېواد کې د قدرت د سوله‌ييز انتقال لپاره سم د لاسه په خپله خوښه استعفا کوي.

د رابرټ موګابې په استعفا لیک کې چې د دې هېواد د پارلمان رئیس جاکوب موديندا ولوست راغلي:

"زه رابرت ګابريل موګابې د زیمبابوې د اساسي قانون د ۹۶مې مادې له مخې خپله استعفا وړاندې کوم چې په فوري ډول د عملي کېدو وړ ده."

د موګابې د استعفا تر اعلان وروسته په پارلمان کې د خوښۍ چيغې او نڅا پيل شوه.

پارلمان هڅه کوله ۹۳ کلن موګابې استيضاح کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن د موګابې استعفا د شفافیت، ډموکراسۍ او سولې پر لوري د سمېدو لپاره دې هېواد ته یو فوق‌العاده فرصت بللی دی.

رابرټ موګابې چې په اقتصادي توګه د هېواد په بې‌ثباته کولو او له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن دی، وروسته له هغې واک برېښودو ته اړ شو چې پوځ یوه اوونۍ مخکې مرکز هرارې ته داخل شو، موګابې يې په کور کې نظربند کړ.