په پروان کې یوې چاودنې د دې ولایت د ښاري معارف مدیر وواژه

د پروان په مرکز چاریکار کې تېره شپه د یوې چاودنې له امله، د دې ولایت د ښاري معارف مدیر وژل شوی او د پوهنې رئیس ژوبل دی.

په پروان کې د ازادي راډیو خبریال د امنیتي چارواکو په حواله وايي چې دا چاودنه تېره شپه شااوخوا ۱۱ بجې د چاریکار ښار په ۸مه ناحیه کې شوې ده.

چارواکو ویلي دي چې چاودنه د یوه مقناطیسي بم په واسطه شوې چې د معارف د ریاست د دې چارواکو په موټر پسې نښلول شوی و.

تر اوسه کومې ډلې د پروان د وروستۍ چاودنې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.