د فراه چارواکي د وسلهوالو طالبانو په برید کې د لږ تر لږه اته پولیسو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند اقبال باهر ازادي راډیو ته د دغې پېښې په اړه وویل چې د طالبانو یوې ډلې تېره شپه د دې ولایت د پل ریګي په سیمه کې پر امنیتي پوستې برید وکړ.
د فراه د والي ویاند ناصر مهري بیا جرمني خبري اژانس ته ویلي چې له برید وروسته سخته نښته رامنځته شوه چې طالبانو د لنډې مودې لپاره دغه پوسته ونیوله، خو وروسته افغان ځواکونو بېرته تر خپل کنټرول لاندې راوسته.
په فراه کې په دې وروستیو کې د وسلهوالو طالبانو بریدونه زیات شوي چې یو شمېر افغان چارواکي هغه په سیمه کې د کمال خان بند په ګډون د بیارغونې له لویو پروژو سره چې ایرانیې په خپل زیان بولي، تړي.